پېښور 22 مئي (اے پي پي) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وزيراعلي علي امين ګنډا پور ته په صوبه كښې د پبلك سېكټر 25 پوهنتونو كښې د وائس چانسلر د نشتوالي سنجيده مسئلې ته د پام لرنې كولو سره وئيلي دي د ډېرې مودې راهسې د وائس چانسلرز تقرريو كښ د تاخير په سبب دغه پوهنتونونه مالي او انتظامي او د اکيډيمك چيلنجز سره مخ دي چې ورسره د زده كوٶنكو سباٶن خطر سره مخ دے ۔ دا خبره ګورنر وزيراعلٰې ته د خپل اړخ نه په ليكلې چيټۍ كښې كړې ۔ په چيټۍ كښې ګورنر فيصل کريم کنډي د وزيراعلٰې پام د پبلك سېكټر په 25 پوهنتونونو كښې د وائس چانسلر د عدم تعيناتۍ سنجيده مسئلې ته ګرځولے دے۔