د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه ،د مالي كال 2022-23 لپاره د 306 اربه 52 كروړ 96 لكهه 47 زره 505 روپو ضمنی بجټ منظوے كړے شو

پېښور 21 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مالي كال 2022-23 لپاره د 306 اربه 52 كروړه 96 لكهه 47 زره 505 روپو ضمنی بجټ منظورولو سره د سرکاری محکمو په اړه ټول 53 مطالبات زر منظور كړي دي ۔دا خبره دې ياده وي چې تيره ورځ د حکومت په استدعا د اپوزیشن غړو د خپلو ټولو کمولو تحریکونه بيرته اخستي وؤ۔ د نهې په ورځ د صوبائی اسمبلۍ غونډه د سپیکر بابرسلیم سواتی په مشرۍ كښې پيل شوه۔ د خزاني صوبائی وزیر آفتاب عالم د سرکاری محکمو په اړه 53مطالبات زر يو يو كولو سره وړاندې كړل،په دې مهال د صوبائی اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم د ایوان په رائے د ټولو مطالبات زر منظوری وركولو سره ضمنی بجټ منظور کړو۔په آخر كښې د قانون او خزاني صوبائی وزیر آفتاب عالم د بجټ په منظورۍ د اپوزیشن او حکومتی غړو مننه وكړه۔