
پېښور 21 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د صوبې د اولس لخوا غمرازۍ لپاره د ايران قونصليټ جنرل ته راغلے يم٬ د ايران حکومت او اولس سره په غم كښې برابر شريك يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پېښور كښې د ايران قونصليټ جنرل دورې په مهال انتظاميه سره د غمرازۍ په موقع كړې۔ ګورنر په دې موقع د ايران فرسټ قونصل حسېن ملکي سره وليدل او د چورلكې په افسوس ناكه پېښه كومه چې كښې د ايران صدر ابراهيم ريئسي او د ھغوي ملګري شهيدان شوي غمرازي وكړه۔ په دې موقع ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔