كوئټه 21مئی(اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيكر مير جان محمد جمالي وئېلي دي چې د ايران صدر ابراهيم رئيسي په شهادت سره د ايران اولس د يو مخلص لارښود څخه محروم شوې٬ايران يو بهادر قوم دې ډېر زر به د دې پېښې څخه رابهر شي۔د پاكستان قوم د هغوي په غم كښې برابر شريك دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلامي جمهوريه ايران ډپټي قونصل جنرل سيد مهدي شائقي سره د ايران صدر ابراهيم رئيسي په شهادت د غمرازۍ نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔مير جان محمد جمالي ووئيل په اوسنو كښې صدر ابراهيم رئيسي چې څه ډول اسرائيل له ځواب وركړې هغه د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول پاكستانې قوم د ايران اولس سره ولاړ دې۔پخواني سپيكر ووئيل افغانستان٬پاكستان او ايران درې ګاونډي هېوادونه دي٬زمونږ ګټې هم شريكې دي٬د اسلامي جمهوريه ايران ډپټي قونصل جنرل سيد مهدي شائقي په غمرازۍ كولو د جان محمد جمالي مننه وكړه۔