د پېښور پشمول د صوبې په زياتره ضلعو كښې د ګرمۍ شدت زيات شو،تر 27 مئی د درجه حرارت نور زياتيدو امکان دے

پېښور 21 مئی (اے پي پي) د پېښور پشمول د صوبې په زياتره ضلعو نوښار ،چارسدہ، مردان، صوابی ،بنو ،لکی مروت او کوهاټ كښې د ګرمۍ شدت زيات شوے۔د پېښور د موسميات محکمې له مخې تر 27 مئی د ګرمۍ په شدت كښې د زياتوالې امکان دے۔په دې لړ كښې د موسميات محکمې اولس ته د احتیاطی تدابیر خپلولو لپاره الرټ جاري كړے۔د موسميات محکمې رپورټ له مخې خېبرپښتونخوا سيمو كښې تر 27 مئی د درجه حرارت 4 نه تر 6 ډګري سینټي ګريډ زياتيدو امکان دے۔د ګرمۍ شدت له امله د واوري ويلي كيدو او فلیش فلډز هم امکانات شته۔