د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كرنډي سره د خېبرپښتونخوا د ډائرېكټر جنرل اډټ سراج الحق ملاقات

پېښور 20مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا د آډټ ډائرېكټر جنرل سراج الحق په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے٬د هغه سره د آډټ ډائرېكټر سيفر احمد هم موجود ؤ ۔د آډټ ډائرېكټر جنرل سراج الحق ګورنر ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د صوبائي حكومت بېلو محكمو خرڅونو او د محصولات آډټ په اړه ئې محكمانه فرائض څخه هم خبر كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر آډيټر جنرل آف پاكستان تر سيوري لاندې صوبو كښې د جوړو آډټ ادارو كردار د اهميت وړ وګرځولو او ووئېل ئې چې مالي نظم او ضبط په ځبرقرار ساتلو لپاره آډټ يو بنيادي برخه ده٬مالي چارو كښې سپيځلتيا باوري كولو لپاره سپيځلے آډټ او د احتساب نظام ضروري دے۔