څلورم ورلډ انټرنیټ کنفرنس به په چین كښې د دسمبر په 3مه نېټه پېل كېږي

بیجنګ 11 نومبر (اے پي پي) د څلورم ورلډ انټرنیټ کنفرنس انتظاميې وئيلي دي چې څلورم ورلډ انټرنیټ کنفرنس به په چین كښې د دسمبر په 3مه نېټه پېل كېږي۔ کمېټۍ په خپله ویب پاڼه اعلان كړے چې څلورم ورلډ انټرنیټ کنفرنس به د 3 نه تر 5 دسمبر د چین په ختيزه صوبه كښې كېږي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د کنفرنس سرخط ډیجیټل معیشت شراکت داری، په انټرنیټ ټولنې تعمیر لپاره مرسته كول دي۔ د اړوند هېوادونو حکومتی مشران ، نړيوال تنظیمونه ، د صنعتی او کاروباری ادارو ، او د غیر سرکاری ادارو نمائندګان به په دې کنفرنس كښې ګډون كوي۔