د صدر ابراهيم رئيسي د اسلامي نړۍ لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ثمينه زهري

كوئټه 20مئی(اے پی پی)سنېټر ثمينه ممتاز زهري د ايران صدر ابراهيم رئيسي پشمول د خارجه وزير حسېن امير”د ختيزې آذربائيجان صوبې ګورنر ملك رحمتي ٬ د تبريز صوبې امام محمد علي الهاشم د چورلكې په پېښه كښې په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔دې د ايران سفير سره په ټېليفون خبرې وكړی او په پیښه ئې غمرازي وكړه۔دې ووئيل نن اسلامي نړۍ د يو رېښتوني مشر څخه محرومه شوه۔د صدر ابراهيم رئیسی د اسلامي نړۍ لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي۔دې ووئېل ټول پاكستاني په دې سخت وخت كښې د ايران اولس سره ولاړ دي۔