لاهور 20 مئي (اے پي پي) صوبائي اقليتي وزير رمېش سنګھ اروړه د چورلكې په پېښه كښې د ايران صدر ابراهيم رئيسي او خارجه وزير حسين امير عبداللهيان په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د ايران حكومت او اولس سره برابر شريك يو۔ ده ووئيل د ايران صدر تېره مياشت د پاكستان يادګار دوره كړې٬ د پاك ايران اړيكو پحقله د هغوي كردار به تل ياد ساتلے شي