د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د چورلكې په پېښه كښې د ايران صدر او نورو په مړينه غمرازي څرګنده كړه

پېښور 20مئی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين خان ګنډا پور د چورلكې په پېښه كښې د اسلامي جمهوريه ايران صدر ابراهيم رئيسي او د نورو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل په دې خفګاني پېښه كښې د ايران صدر او د هغه ملګرو په حق رسېدلو كسانو ډېر خفه شوے يم٬ ده ووئېل د خېبرپښتونخوا حكومت د غم جنو كورنيو او د ايران اولس په غم كښې برابر شريك دے