لاهور۔20 مئی(اے پی پی) په لاهور كښې د 220 كے وي ګرډ سټيشن بند روډ په لګيدلي اور قابو وموندلے شو۔ د نېشنل ټرانسمېشن اېنډ ډسپېچ کمپنۍ( اېن ټي ډي سي) وياند له مخې د اور لګېدو له امله په يارډ كښې پرتو ځينو آلاتو او ټرانسفارمر ته جزوي زيان ورسېد۔ بلخوا د اېن ټي ډي سي ډلې د بجلۍ زر بحالۍ له خپلې هڅې روانې ساتلې دي