ګلګت۔20مئی (اے پي پي )د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدي شاہ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړي راجه اعظم خان څخه د وزیر په حېث سوګند واغست۔ د سوګند پورته كولو دستوره ګورنر هاوس ګلګت كښې وشوه چې پكښې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړي راجه اعظم خان د وزير په حیت سوګند پورته كړو ۔ دستوره كښې د ګلګت بلتستان وزیراعلی حاجی ګلبر خان، وزيرانو ، خاص معاونین،سیکریټریز او د سول سوسائټۍ استازو ګډون كولو۔