پېښور ۔ 19 مئی (اے پی پی) په كرغزستان كښې زده كوؤنكو سره په رامخې ته شوې ناوړه پېښو د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور په پاكستان كښې تعينات د كرغستان سفير ته مراسله ولېږله۔ وزیراعلیٰ هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې په مراسله كښې وزیراعلیٰ د کرغز حکومت لخوا د پاكستاني زده كوؤنكو حفاظت لپاره په فوري اقدامات كولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د كرغز حكومت لخوا د زده كوؤنكو حفاظت لپاره په وخت او فعاله اقدامات د ستائنې وړ دي كوم چې د زده كوؤنكو لا زيان څخه بچ كولو او د دوئي مور پلار ته ډاډ وركولو كښې مرستياله ثابت شول۔ په دې سخت وخت كښې د کرغز حکومت د لارښودنې كردار د وضعې نارمل كولو او زده كوؤنكو ته د تحفظ احساس وركولو كښې زيات مرستياله وموندلے شو۔ زمونږ د زده كوؤنكو تحفظ په باوري كولو مونږ د كرغز حكومت مننه كوؤ بياهم دا پېښې زده كوؤنكو او د دوئي كورنيو له تكليف وركوؤنكي دي۔ وزیراعلیٰ ووئيل د زده كوؤنكو خپلو كورونو ته حفاظت سره راتلل ضروري دي۔ د دې زده كوؤنكو حفاظت سره هېواد ته راستنولو له په كرغزستان كښې تعينات پاكستاني سفير سره ټېلېفوني خبرې شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا حکومت به دې مقصد لپاره ټوله اړونده مرسته او آسانۍ برابروي۔ د خېبر پښتونخوا حكومت د دغه ټولو زده كوؤنكو د بېرته راتللو مصاريف پورته كولو له چمتؤ دے۔ ده ووئيل د دې زده كوؤنكو حفاظت سره هېواد ته راستنېدل يوه د ګډې ذمه واري ده كومې لپاره چې ستاسو پرله پسې هڅو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل باور لرم چې ستاسو په مرسته او هڅو سره به ددې زده كوؤنكو په وخت او حفاظت سره خپل هېواد ته راستنېدل ممكن شي۔