پاكستاني حاجيان صاحبان دې د كوم سياسي فعاليت برخه جوړ نه شي٬ د كرغزستان په پيښه سياسي پوائنټ سكورنګ له بې بنسټه خبرونه وچلولې شوو٬ طاهر محمود اشرفي

لاهور۔19مئی (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې پاكستاني حاجيان صاحبان دې د كوم سياسي فعاليت برخه جوړ نه شي٬ د كرغزستان په پېښه سياسي پوائنټ سكورنګ له بې بنسټه او د دروغو خبرونه په سوشل ميډيا وچلولې شول۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په جامعه منظور الاسلامیه کېنټ لاهور كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان څخه د زرګونو په شمېر د لبېك نعرې سره د حج په سفر روان شوي دي٬ د سعودي عربستان مننه كوؤ چې د روډ ټو مکه پروګرام لاندې حاجي ته به د هغه سامان د هغه په فلېټ كښې وركولې شي۔ ده ووئيل اسلام آباد او کراچۍ څخه د روډ ټو مكه د لارې د ګڼ شمېر حاجيانو د سامان ترسيل پېل شوې دې۔ طاهر اشرفي ووئيل چې كوم پاكستاني وګړي په سعودي عربستان كښې مېشته دي هغوي د اجازت نه غېر حج كولې نه شي٬ په هغه به ګرفتاري او جرمانه وي۔ څوك چې د عمرې يا وزټ وېزه لري هغه دې حج نه كوي٬ ګني زندان ته به ځي او يا په هغه سعودي حكومت تاحيات بندېز هم لګولې شي ولې چې د شريعت له مخې د اجازت نه بغېر حج كول جائز نه دي۔ ده ووئيل زمونږ اسلامي ملګري هېوادونو سرمايه كارۍ لپاره پاكستان ته پام ګرځولې دې ٬ د وزيراعظم او د پاكستان پوځ سرلښكر د هڅو په نتيجه كښې سعودی عربستان او د کویت په شمول نورو هېوادونو څخه خلق سرمايه كارۍ له راروان دي۔ ده ووئيل د خصوصي سرمايه كار سهولت كونسل (اېس آئی اېف سی) جوړېدل د تازه هوا يوه چپه ده، په هېواد كښې معاشي استحكام لپاره سياسي استحكام لازمي دے٬ دې لپاره دې ټول سياسي ګوندونه په يو پېج وي۔ ده ووئيل د 9 مئی په پېښو كښې ككړو ته دې سزا وركړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان په سياست كښې كركه دومره زياته شوې ده چې د کرغزستان په پېښه سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره په سوشل ميډيا د دروغو خبرونه وچلولې شوو ٬ چا چې فېك نيوز چلولې دي د هغوي په ضد بايد كارروائي وكړې شي۔