
پېښور ۔ 17 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګڼدا پور وئيلي دي د نګران حكومت د معاشي ٬ انتظامي او تقرريانو په اړه د اړوندو اقداماتو به سپيځلې پلټنې كولې شي۔ د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډه كښې وزيراعلی ووئيل د نګران حكومت لخوا د آئين په ضد د پورته كړے شوو ګامونو به باقاعده پلټنې كولې شي او كمېټۍ به جوړولې شي په كومو كښې به چې د ايوان غړي شامل وي۔ ده ووئيل صوبې ته په ترلاسه كېدونكو رېګولر پېسو كښې 300 اربه روپۍ كمې وركړې شوي۔ د آئي اېم اېف شرطونه ترسره كول ضروري دي چې له مخې يۍ صوبې ته 96 اربه روپۍ وفاق اه وركول دي ۔ ده ووئيل پخوانۍ فاټا سره لوظونه شوې وو ٬ د دې ځاے خلقو امن لپاره قربانۍ وركړي۔ دوي سره د خپلو كورنيو خپل كورونه پرېښودل نن هم دوي ته خپل حق نه وركړے كېږي۔ د وار آن ټېرر په مد كښې دوي ته يوه روپۍ هم نه ده وركړې شوې۔ ده ووئيل زمونږ پوځ ٬ پوليس او اولس ځاني او معاشي قربانۍ وركوي۔ د بجلۍ خالص منافع په مد كښې د وفاق په ذمه 1510اربه روپۍ پوري دي۔ ده ووئېل زمونږ صوبه په ارزه بيعه بجلي وركوي۔ د احساس پروګرام ،رمضان پېکېج په شكل كښې اولس ته ريليف وركوم۔ ده ووئيل د لوډشېډنګ په معامله كښې به دروغ او دھوكه ونه زغملې شي۔ د پېسکو چیف باور راكولو باجود لوډشېډنګ كيږي۔ په 15 ورځو كښې دې د بجلۍ مسئله حل كړې شي ګني بيا به بټن زه پخپله آن او آف كوم۔ ده ووئېل د بجلۍ په مد كښې د مياشتې 60 اربه روپۍ صوبه وركوي ٬ د دې باوجود صارفين بجلي نه لري۔ ده ووئيل په ریونیو اولسي ټېكسز ظلم دے ٬ په فائلر او نان فائلر كښی دې فرق وكړے شي۔ ده وئيل په شته منده طبقه ټېكس ولګوې مونږ درسره ولاړ يؤ خو بايد فرق وكړے شي۔ ده ووئيل د واپډا د خوښې نه ځانله څوك د بجلۍ غلا نه شي كولې ۔ ده ووئيل د راراوان بجټ د لارې به پرمختيائي دور پېل شي او كه داسې ونه شي نو سياست به پرېږدم۔