ريسکیو 1122 د زبير ګل كورنۍ ته د مرستې چيك وركړو

پېښور۔ 17 مئی (اے پی پی) ريسکیو 1122 په خيبر پښتونخوا كښې د ډرائيور په حيث د خذمات ترسره كونكي زبير ګل كورنۍ ته د مرستې چيك وركړو۔ رېسکیو 1122 خېبر پښتونخوا څخه د جاري شوي بيان له مخې د رېسكيو 1122 ډي جي ډاكټر محمد ایاز خان د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا په ریسکیو 1122 كښې د ډرائيور په حېث د خذمات ترسره كونكي حق رسېدلي زبېر ګل پلار سيدان كورنۍ ته د مرستې چېك اوسپارلو۔ ارواښاد زبېر ګل د وظيفې ترسره كولو په مهال د زړه دورې له امله په حق رسېدلے ؤ ۔ په دې موقع ډي جي ډاكټر محمد اياز خان دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپلو رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي