پېښور ۔ 17 مئی (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې مخالفې ډلې د تحریک انصاف حكومت ضمني بجټ مسترد كولو سره وئيلي دي بجټ په مفروضو نه جوړېږي ٬ حكومت ته دا معلومه نه ده چې پور څومره دے او د دغې ادائيګي به څنګه كول وي٬ د صوبې محصولات د زياتېدو په ځاے مخ په كمېدو دي ٬ حكومت سره د ملازمينو د تنخاګانو پېسې نشته ٬ په صحت کارډ پلس كښې سپېځلتيا نه باوري كېږي ٬ بي آر ټي زيان سره مخ منصوبه ده۔ د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډه د سپیکر بابرسلیم سواتی په مشرۍ كښې پېل شوه۔ د تلاوت كلام څخه وروستو د تحریک انصاف حکومت د مالي كال 2022-23 په ضمني بجټ بحث پېل كولو سره د مخالفې ډلې مشر ډاکټرعباداللہ ووئيل سپلیمنټری بجټ لپاره ضروري لوازمات وي ٬ 306 بلین څخه د زياتو روپو ضمنی بجټ وړاندې كړے شوے كوم چې د كلن بجټ حساب څخه 36 فيصد زيات دے۔ پبلک هېلتھ انجینئرنګ لپاره 1334ملین، لائیوسټاک لپاره د 289 ملین، ائریګېشن لپاره د 488 ملین او سېلګرۍ لپاره د 318 ملین ضمنی بجټ وړاندې كړے شوے۔ ده ووئېل د ضمني بجټ په ليدو حېرانه شوے يم چې حكومت ته دومره نه ده معلومه چې قرض څومر دے او د دغې ادائيګي به څنګه كولې شي۔ ده ووئيل حكومت د بجټ جوړولو په وخت دا سوچ نه كوي چې قرض به څوك ادا كوي ٬ په لسو كلونو كښې صوبې خپل محصولات څومره زيات كړي ٬ ده ووئېل د بده مرغه مونږ د محصولاتو زياتولو په ځاے كم كړي٬ ډبل شفټ استاذانو ته تنخاګانې نه وركړې كېږي ٬ د هيلتھ څانګې هم دا حال دے٬ ده ووئېل په اسلام آباد رېډزون كښی يوه وداني ده كومه چې عمران خان چا ته وركړې او هغه د فاټا په فنډ جوړه شوې۔ د دغې ودانۍ ماليت بلين څخه زيات دے۔ دا د صوبې ملكيت دے ٬ دغه دې صوبې ته وركړې شي ٬ ګني د دغې معاوضه دې ادا كړې شي۔ د مخالفې ډلې غړي عدنان خان ووئيل د سپلېمنټری ګرانټ په موجودګۍ كښې روان بجټ څنګه سرپلس شو ٬ مونږ د آئي اېم اېف بجټ نه منؤ۔ د حكومت هر ډول مرسته كولو له چمتؤ يؤ۔ د بېوروکرېسی شمېرو ته بايد ونه كتلې شي ٬ د دې بايد باقاعده سكروټني وكړې شي