سوئيلي وزيرستان ٬ په ګرلز اكيډېمي كښې د چاؤدنې له امله ودانۍ ته زيات زيان ورسيد

پېښور ۔ 17 مئی (اے پی پی) د سوئيلي وزيرستان په ډبكوټ سيمه كښې د وانا وېلفئېر اېسوسی اېشن په مرسته جوړېدونكې صوفیه نور ګرلز اکېډېمۍ ته تېره شپه د چاؤدنې په نتيجه كښې زيات زيان رسېدلے٬ په پېښه كښې كوم ځاني زيان نه دے شوے۔ د وانا وېلفیئر اېسوسی اېشن لخوا وئيلې شوي د مارچ په 20 مه نېټه د دې ګرل اکېډېمۍ پرانسته شوې وه۔ د پوليس له مخې د چاؤدنې په اره پلټنې روانې دي