د ميجر بابر خان هيواد لپاره قرباني كله هم هيريدې نه شي٬ د خزانې صوبائي وزير

خاران۔ 16 مئی (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د بلوجستان لارښود او د خزانې او معدنيات صوبائي وزير میر شعیب نوشیرواني د بلوچستان ژوب ضلعې په سمبازه سيمه كښې د نامعلومه كسانو د بريد ناكامه كولو اپرېشن په مهال د مېجر بابر خان نیازی په شهيد كېدو د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړي كومې چې كله هم هېرېدې نه شي۔ میر شعیب نوشیرواني ووئيل امنيتي اهلكار د خپلې وينې تويولو د لارې خپلې خاورې سره د تحفظ كړې لوظ پالي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ او امن برقرار ساتلو له د بلوچستان اولس او امنيتي ځواكونه يو موټي دي۔ میر شعیب نوشیرواني د هېواد اتل شهيد مېجر بابر خان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل اولس د وطن په داسې فرزندانو وياړ لري