د وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعات په بيعو كښې کمے يو غوره ګام دے ،آفتاب احمد شیرپاؤ

پېښور۔ 16 مئی (اے پی پی) د قومي وطن پارټي چیرمین آفتاب احمد شیر پاؤ د وفاقي حکومت د اړخه د پیټرولیم مصنوعات بيعو كښې د خاطر خواہ کمي كولو هر كلي كولو سره دا يو غوره ګام ګرځولے ۔خپل بیان كښې ده ووئېل دې پرېكړې څخه د ګرانۍ نه پریشان اولس به تر ډېره حده ریلیف تر لاسه كړي۔ ده ووئېل حکومت له پكار دي چې د ضروري څيزونو په بيعه او د ټرانسپورټ په کرایه كښې د کمي كولو سره سره د دې ګام مېوې لاندې كچې ته منتقل كول باوي كړي۔