پوهنتونونو له به جدید تحقيق ته خاص پام لرنه كول وي۔د خېبر پښتونخواګورنر

پېښور 15 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي پوهنتونونو له به جدید تحقيق ته خاص پام لرنه كول وي، موجوده دور كښې مصنوعی ذهانت او انفارمېشن ټیکنالوجي علم ته اړتيا ده،صوبه كښې د پبلك سیکټر سره د پرائیویټ سیکټر تعلیمی خذمات هم د ستائنې وړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده قرطبه یونیورسټی آف سائنس اینډ انفارمېشن ټیکنالوجی 5م کانووکیشن كښې د خصوصي ميلمه په حېث خطاب کښې كولو۔ګورنر په کانووکیشن كښې د سېشن 2017 نه تر سېشن 2023 ښه پوزیشن ترلاسه كوونكو 39 زدكوونكو له ګولډ میډلز وركړل۔کانووکیشن كښې د قرطبه یونیوسټی صدر میجر(ر) عبداللطیف خان نیازي ، وائس چانسلر پروفیسر ډاکټرحمید الله علیزئۍ ، رجسټرار پروفیسر ډاکټر موسیٰ کلیم، کنټرولر امتحانات پروفیسر ډاکټر اظهرخان نیازي ، د فیکلټی غړو، زدكونوكو او د هغوې مور او پلار پشمول اړوندو كسانو ګډون كولو۔دستورې ته وينا كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د علوم د تحقیق رجحانات كښې بدلون راغلے او دا وخت حاجت دے چې مونږ تحقیق كښې خپل معیار د هغه معیار له مخې برابر كړو كوم چې په نړيواله كچه خپل كړے شوے، ده ووئېل زدكوونكې دې تحقیقی تګلارو ته پام لرنه وكړي۔ ده ووئيل زمونږ د هېواد سباؤن روښانه دے، ځكه چې مونږ صلاحیت لرونكې ځوانان لرو،ځوانان زمونږ قیمتی اثاثه ده د كومو چې په سم پلو لارښودنه كول زمونږ ذمه واري ده۔