
ملتان 14 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی وئيلي دي ګورنر هاوس كښې د صوبائی حکومت په ضد كوم سازش نه كېږي، وزیرِ اعلیٰ کے پی دې بلنه راكړي،د هغه خوا له تللو له چمتو يم او يا به زه بلنه وركړم ، زما خوا له دې راشي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ ملتان پرېس کلب كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔فیصل کریم کنډی ووئيل د برېښنا ، اوبو ، ګاز او نورو چارو په اړه به وفاق سره خبره كوم ، مسائل په ګډه حل كيدې شي،مونږ لانجې نه غواړو ، د لانجې لپاره دا فورم نه دے ، ده ووئېل مرکز څخه چې څه پكار وي زه خبرو كولو له چمتو يم۔ده ووئيل ما د کے پی حکومت ته وئيلي دي چې مونږ به په ګډه د وفاق څخه د اولس د حقونو مقدمه ګټوو،زه به د خپلې صوبې لپاره په اړوند فورم خبره كوم