د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی د حضرت موسیٰ پاك ؒشهید د دربار زيارت وكړو

ملتان 14 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی د نهې په ورځ د عظیم روحانی پیشوا حضرت موسیٰ پاکؒ شهید په قبر د ګلونو څادر وغوړولو۔د حضرت موسیٰ پاکؒ دربار ته په رسېدو سجاده نشین مخدوم ابوالحسن ګیلانی،د پنجاب اسمبلۍ پخواني غړي احمد مجتبیٰ ګیلاني او د پاکستان پیپلز پارټي جنوبی پنجاب جنرل سیکریټری ډاکټر جاوید صدیقی د هغه هركلے وكړو۔په دې موقع د هېواد سلامتيا او معاشی او سیاسی استحکام لپاره خصوصی دعاګاني وغوښتې شوې۔ سجاده نشین ابوالحسن ګیلاني د ګورنر دستار بندي وكړه او هغه له ئې روایتی څادر وركړو