پېښور 14 مئی (اے پي پي) د خېبر ضلع په باړه تحصیل كښې په بچی نهر سپاه سيمه كښې ټرالر او موټر په خپلو كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې ئې درې كسان ژوبل شوي۔د ریسکیو 1122خېبر وياند له مخې اطلاع ترلاسه كيدو سره د ریسکیو میډیکل ډله د پېښې ځائې ته رسيدلې او ژوبل كسانو له ئې ابتدائی طبی مرستې وركولو نه بس روغتون ته رسولي۔ ژوبل كسانو كښې ثمر ګل ,محمد بلال او سید کریم شامل دي۔