خيبر پښتونخوا كښې بايد د لوډ شیډنګ مسئلې حل کړې شي۔انجینئر حمید حسین

اسلام آباد 14 مئی (اے پي پي) قامی اسمبلۍ كښې د سنی اتحاد کونسل پارلیمالی لیډر انجینئر حمید حسین غوښتنه ګړې چې په خېبرپښتونخوا كښې زما په سيمه كښې دې د لوډ شیډنګ مسئله حل كړې شي ، تحفظ وركول د حكومت ذمه واري ده،زمونږ سړكونه دې 24 ساعته پرانستې وساتلې شي۔د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې په صدارتی خطاب بحث كشې ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې زمونږ سيمه زياته امناكه ده خو هلته په 48 ساعتو كښې يواځې يو ساعت برېښنا وركړې كېږي كومه چې د انصاف د تقاضو برعکس خبره ده۔ده ووئيل د امن لرونكې سيمې باوجود زمونږ سړكونه د شپې 9 بجې بند كړے كېږي۔ ده ووئيل تحفظ وركول د حکومت ذمه واري ده، زمونږ سړكونه دې 24 ساعته پرانستې وساتلې شي۔