په اټك كښې ترافيكي پيښه ٬ يو تن مړ ٬ 2 ټپيان

اټک۔ 14 مئی (اے پی پی) په اټك كښې په جي ټي روډ د ټرك او مزدا موټر ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې يو مسافر مړ او دوه نور سخت ټپيان شوي دي۔ د رېسكيو ذريعو له مخې په كامره جي ټي روډ ګېټ نمبر 2 ته نزدے د ټرك او مزدا ګاډي ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې يو تن مړه او دوه نور ټپيان شول۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 اهلكار د پېښې ځايې ته ورسېدل او مړې او ژوبل شوي كسان يۍ تحصیل هېډ كوارټر روغتون حضرو ته منتقل كړل۔ پېښې سره د مخ شويو كسانو تعلق فېصل آباد سره ښودلے شوے دے۔