د خېبر پښتونخوا وزیراعلی ازلان شاه هاکی ټورنامنټ كښې په ښه کارکردګۍ قامی ډلې له مباركي

پېښور 12 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰسردار علی امین ګنډاپور ازلان شاه هاکی ټورنامنټ كښې د پاکستان هاکۍ دلې له په کارکردګۍ مبارکي وركړې ده۔د مباركۍ په خپل پیغام كښې د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ وئويل په ټورنامنټ كښې د پاکستان هاکی ډلې کارکردګی د ستائنې وړ ده،ډيره موده پس د پاکستان هاکۍ دلې په دې مهم ټورنامنټ كښې تر فائنل رسنه د ډاډ وړ ده، ټورنامنټ كښې د پاکستان دلې ښه کارکردګی ښودلې،هيله لرو چې قامی هاکۍ ډله به سباؤن كښې هم د دې ډول کارکردګۍ څركندونه وكړي۔ده ووئيل سباؤن كښې د قامی هاکۍ ډلې نورو کامیابیو لپاره لاس په دعا يو۔ وزیراعلی ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت د قامي لوبو ودې لپاره په زړه پوري ګامونه پورته كوي، صوبائی حکومت به د هاکۍ ودې لپاره د صلاحیت لرونكو لوبغاړو بشپړه مرسته كوي۔