وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی په بيلو محکمو كښې افسران په پورته ګريډ كښې قائمقام تعینات كولو نوټس واخست

کوئټه 11 مئی (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی په بيلو محکمو كښې افسران په پورته ګريډ كښې قائمقام تعینات كولو نوټس اخستلې دے۔ د وزیر اعلیٰ سیکرټریټ کوئټه د اړخه جاري شوې اعلامیې له مخې د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی په بيلو محکمو كښې د افسرانو په پورته ګريډ كښې قائمقام تعینات كولو نوټس اخستلو سره په دغه ګریډ كښې په پوسټ تعینات د ټولو افسرانو تفصیلات غوښتلې دي۔ اعلامیه كښې سپارښتنه شوې چې متعین کړې شوې ګریډ كښې دې د اړوند ګريډ افسر تعینات کړې شي او د اړوند ګریډ افسر د غير موجودګۍ په صورت كښې د ترقۍ منتظر تر ټولو سینئر افسر تعینات کړې شي د كوم په اړه چې منظوری هم به هم چیف ایګزیکټو څخه اخستل لازمي وي۔