د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علی امین ګنډاپور لکی مروت كښې د بارانونو او طوفان له امله په شوې مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 11 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علی امین ګنډاپور لکی مروت كښې د بارانونو او طوفان له امله په شوې ځاني او مالی زيان د افوس څرګندونه كړې ده۔د پېښور وزیراعلی هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعلی د كور چهت راپريوتو په نتيجه كښې د يوې ماشومي په حق رسيدلو د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وزیر اعلی د څپلې شوې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئويل د ځپلې كورنۍ په دې غم كښې برابر شريك يو،وزیراعلی په پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔وزیراعلی ضلعی انتظامیې ته سپارښتنه وګړه چې ژوبل كسانو له ښه طبي آسانۍ وركړې شي۔وزیراعلی ووئيل ځپلې شوې كورنۍ به يواځې نه شي پرېښودلې او د هغوې به هر ممكن مرسته كولې شي۔