كوئټه 10مئی(اے پی پی)د نېشنل پارټي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي ډاكټر عبدالمالك بلوچ سره د نېشنل ډيمو كريټك موومنټ چيئرمېن او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ او افراسياب خټك په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے ۔په دې موقع د نېشنل پارټي مركزي سيكرټري جنرل سېنېټر جان محد بليدي ٬ مركزي نائب صدر ډاكټر اسحاق بلوچ٬د اطلاعات مركزي سېكرټري اسلم بلوچ ٬ علي احمد لانګو ٬ مشكور انور او د فدا بليدي پشمول نور هم موجود وو۔په ملاقات كښې د هېواد او بلوچستان په سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔