برا دير كښې ټرافيكي پېښه٬ 7 تنه سخت ژوبل

پېښور 10مئی (اے پی پی) د برا دير په قولنډي سيمه كښې كوسټر د ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پريوتې چې له امله يې 7 تنه سخت ژوبل شوي۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې د پیښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د رېسكيو مرستې ډلې ژوبل شويو ته په سمدستي توګه طبي مرسته وركولو سره ډي اېچ كيو روغتون ته منتقل كړې دي۔