حکومت د 1320 مېګاٶات كول پاور پلانټ بن قاسم كراچۍ په وخت بشپړولو لپاره هڅې كوي۔احسن اقبال

اسلام آباد 09 جون(اے پي پي) حکومت د 1320 مېګاٶات كول پاور پلانټ بن قاسم كراچۍ په وخت بشپړولو لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې به چائنه پاور كمپني هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د چېن پاور چائنه پلاوي سره په خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د پاور پلانټ د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړې شوه۔ احسن اقبال ووئيل دا منصوبه د پاك چين اقتصادي لارې فلېګ شپ منصوبه ده ۔ ده ووئيل دا منصوبه د حكومت د ھغه هڅو برخه ده د كومو د لارې به چې تر كال 2018 لس زره مېګاٶاټ نه زياته برېښنا پېدا كولو سره هېواد كښې د توان بحران ختمول دي۔