کوئټه 09 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفرازبګټي وئيلي دي په ګوادر كښې بې ګناه وګړي په بې دردۍ سره قتل كړې شوي ٬ ترهګر د رعايت مستحق نه دي٬ هغوي به انصاف سره مخ كولې شي٬ په ګوادر كښې د بې ګناه وګړو د قتل غندنه كوٶ۔ د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه كښې ده ووئيل په 9 مئي د يو سازش له مخې اولس او ادارې يو بل سره د ټكر كولو هڅه شوې٬ اولس د 9 مئي ناوړه مقاصد ناكامه كړي ۔ مير سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان په اسمبلي كښې د 9 مئي پحقله چې د كوم اتحاد څرګندونه شوې ھغه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل د بېنظير بھټو د شهادت نه وروستو صدر آصف علي زرداري د پاکستان کھپے نعره وهلې او د پيپلز پارټي قيادت د پاكستان ماتولو سازش ناكامه كړے ۔