کوئټه 09 مئي (اے پي پي) ګوادر څخه د بلوچستان اسمبلۍ ټاكلي غړي هدايت الرحمان بلوچ د ګوادر په سربندن سيمه كښې د 7 كسانو د وژلو په سختو ټكو غندنه وكړه ۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د انسان د وژلو اجازه يو كس٬ ادارې يا يو تنظيم ته نشي وركړې كېدې٬ په بلوچستان كښې ډېره وينه بهېدلې٬ ډېرې مېندې ژړولې او ډېر بې وځله وژلې شوي۔ ده ځپلو كورنيو سره د غمرازۍ او همدردۍ څرګندونه كولو سره د ارواښادو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔