کوئټه 09 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي پخواني وياند بابر يوسفزئي د ګوادر په سربندن سيمه كښې د بې ګناه مزدورانو د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي بې ګناه مزدوران وژل ترهګري ده۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ده په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره ووئيل بزدل دښمن بې ګناه خلق په نخښه كوي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت او امنيتي ادارې به د پېښې ككړ ترهګر خپل انجام ته رسوي۔