
اسلام آباد 09 جون(اے پي پي)د سېفران وفاقي وزير جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي بايد پاكستان او هند له په نيو كليئر سپلائر ډله كښې د برابرۍ په بنياد نمائندګي وركړې شي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان كه هر هېواد سره هر ډول اړيكې وي خو د خپلې ګټې تر مخه پرېكړې كوي٬ د پاكستان نه زيات هېڅ څيز اهميت نه لري۔ده ووئيل امريكې سره د اړيكو ښه والي لپاره د پاكستان ګټه تر نظره ساتلې شي او په دې لړ كښې به هېڅ ډول بې غورې ونه كړې شې