د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې اېف آئي اے لاهور زونل آفس كښې مهمه غونډه

لاهور 07 مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ كښې اېف آئي اے لاهور زونل آفس كښې مهمه غونډه د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د اوور بلنګ او د برېښنا غلو په ضد کارروائی په اړه د پیشرفت جاج واغستلے شو۔د كورنيو چارو وزير د تيرې دورې په مهال د وركړو ہدایات د پیشرفت هم جاج واخستلې شو۔ په دې موقع د اېف آئي اے لاهور ډائریکټر سرفراز ورك بریفنګ هم وركړو۔وفاقی وزیر محسن نقوي د اوربلنګ او برېښنا غلا مخنيوي لپاره د کریك ډاؤن تندولو امر كولو سره ووئيل د اوور بلنګ د لارې په وګړو بوجھ اچونكو افسرانو په ضد دې د كوم امتياز نه غير کارروائی وكړې شي دغسې چې د اوور بلنګ په زیرو ټالرنس پالیسی عمل باوري شي۔ محسن نقوی ووئيل د ډسکوز د نااهلۍ او بے غورۍ سزا بايد وګړو له ورنه كړې شي او دا به چرې هم ونه زغملي شي ۔ ده ووئېل د برېښڼا صارفینو له په اوور بلنګ كښې ریلیف وركولو ته دې خاص پام لرنه وكړې شي۔وفاقی وزیر د برېښنا غلو په ضد د کارروائی روانې ساتلو امر كولو سره ووئيل د برېښتا په غلا كښې د ككړې سرکاري عملې په ضد دې هم كاروائي وكړې شي۔ په دې مهال ډائرېكټر جنرل اېف آئي اے اسحاق جهانګیر د ویډیو لنك د لارې په غونډه كښې شريك ګډون كولو ۔