کوئټه۔ 06 مئی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر مندوخېل وئيلي دي د وفاق او صوبې ترمينځه به د پل كردار ترسره كوم٬ په ګوادر كښې د ازغن تار لګولو كښې به هېڅ باق نه وي۔ د دې خيالاتو څرګنددونه په ګورنر هاؤس كښې سوګند پورته كولو څخه ورستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د بلوچستان ګورنر ووئيل زه به د بلوچستان مسئلې حل كولو له بشپړه هڅې كوم او په دې اړه به وفاق سره هم خبرې كولې شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د ګورننس په اړه د بهترۍ ګنجائش موجود دے۔ د بلوچستان ګورنر ووئيل په ګوادر كښې كه ازغن تار امنيتي مقصد لپاره لګولے شي نو په دې كښې هېڅ حرج نشته۔ ده ووئيل د تېرو 35 كلونو څخه پارليماني سياست سره تعلق لرم د خپلې تجربې په بنياد به د صوبې مسئلو حل كولو له هر ممكن هڅې كوم۔ دغسې ده د بلوچستان ګورنر په نومولو د مياں نواز شريف او مياں شهباز شريف مننه وكړه۔