شيخ جعفر خان مندوخيل د بلوچستان د ګورنر په حيث د خپل منصب سوګند پورته كړو

کوئټه۔ 06 مئی (اے پی پی) شېخ جعفر خان مندوخيل د بلوچستان د ګورنر په حيث د خپل منصب سوګند پورته كړو۔ د سوګند پورته كولو دستوره د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس كوئټه كښې وشوه۔ د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس هاشم خان كاكړ نومولے شوي ګورنر شېخ جعفر خان څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې موده ترسره كوؤنكے ګورنر ملک عبدالولی کاکړ ٬ وزيراعلی میر سرفراز بګټی، صوبائی وزيرانو، د قومي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ٬ خبريالانو ٬ وكيلانو ٬ سياسي او قبائلي مشرانو او د پاكستان مسلم ليګ (ن) ګن شمېر لارښودو او كارمندان ګډون وكړو۔ شېخ جعفر خان مندوخېل د پاکستان مسلم لیګ نون صوبائي صدر دے۔
آ