سینیټر ایمل ولی خان په متفقه توګه د عوامی نېشنل ګوند مركزی صدر منتخب

پېښور 05 مئی (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) خېبر پښتونخوا پخوانې صدر سینیټر ایمل ولی خان په متفقه توګه د عوامی نېشنل ګوند مركزی صدر منتخب كړې شوې۔د اے این پی د اړخه جاری شوې بیان له مخې د عوامی نېشنل ګوند مركزی كونسل غونډه د اتوار په ورځ باچا خان مركز پېښور كښې شوې۔د غونډې مشري چیئرمېن مركزی الیكشن كمېشن میاں افتخار حسین كوله چې پكښې سینیټر ایمل ولی خان، پخوانې وزیراعلی امیر حیدر خان هوتی، حاجی غلام احمد بلور او نورو لارښودو ګډون وكړو دغسې مركزی الیكشن كمېشن نورو غړي او د ټول هېواد څخه د كونسل غړو په غونډه كښې ګډون كولو۔ غونډه د عوامی نېشنل ګوند مركزی كابینې جوړولو لپاره شوي۔ غونډه كښې پخواني وزیراعلی امیر حیدر خان هوتی مركزی صدارت لپاره د سینیټر ایمل ولی خان نامه تجویز كړه۔ مركزی كونسل ټولو غړو د سینیټر ایمل ولی خان د نامې منظوری وركړه او هغه د عوامی نېشنل ګوند مركزی صدر منتخب كړې شو۔