وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام سره د مسلم لیګ (ن) ملاكنډ ډویژن نائب صدر ملك عبدالغفار او نورو ځائې لارښودو ملاقات

پېښور 05 مئی (اے پي پي) د سیفران او كشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام سره د هغه په كور كښې د مسلم لیګ (ن) ملاكنډ ډویژن نائب صدر ملك عبدالغفار او نورو ځائې لارښودو تيره ورځ ملاقات كړې دے۔ ملاقات كونكو كښې د تحصیل شرینګل دیر كوهستان صدر حاجی جانداد، ملك محمد ایوب، حاجی تاجبر خان، حاجی شازالله خان او ملك امین خان شامل وو۔دوي په وفاقی وزیر جوړيدو انجینئر امیر مقام له مباركي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ملاقات كښې د سياسي صورتحال پشمول په سيمه ايزو مسئلو د خيالانو څرګندونه وشوه۔