د روهنګیا مسلمانانو په اړه د سلامتی کونسل بیان سره به میانمار كښې د اقلیتی ډلو ترمينځه تاؤ ترېښوالې پيدا شي، په امریکا كښې د میانمار سفیر مؤقف

ملګرې ملتونه 08 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د میانمار سفیر هاؤ دو سْوان د سلامتی کونسل لخوا د روهنګیا په مسلمانانو د ظلم په غندنه اډانه بيان تنقید کولو سره وئيلي دي چې دې سره به هېواد كښې د بيلو اقلیتی ډلو ترمينځه تاؤ ترېښوالې پيدا شي۔ سلامتی کونسل په اقلیتی روهنګیا وګړو د تشدد په اړه د میانمار حکومت سخته غندنه كړې وه۔ د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل لويديز ریاست رخائن كښې د روهنګیا مسلمانانو په ضد د میانمار امنيتي ځواك د اړخه بشري حقونو ته د زيان رسولو په بيلو خبرونو د تشویش څرګندونه كولو سره د میانمار حکومت څخه غوښتنه كړې چې دا خبره دې باورې كړې شي چې د حد څخه زيات عسكري قوت کارولو څخه دې ډډه وكړې شي او د بشرې حقونو دې احترام وكړې شي۔