
اسلام آباد ۔ 9 جون(اے پی پی) د پاک چین اقتصادی راھدارۍ په اړه د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئيلي دي د راھدارۍ منصوبھ د مواصلاتی رابطو او د شريكې ګټې د لارې د وفاق او وفاقی برخو لا مضبوطولو له يوه مهمه پروژه ده۔ده دا خبره د زيارت په ورځ ”اے پی پی” سره خاص مركه كښې كړې۔ مشاھد حسېن سیّد ووئيل دا راھداری ګېم چېنجر پروژه ده او د كم پرمختګ كړېو سيمو پرمختګ كړو سيمو سره تړل به د پاكستان وفاق يو ځائې كولو له مهم ګام وي۔ د پاک چین اقتصادی راھدارۍ لارو سره اقتصادی او پرمختيائي پروژې په ډاګه كولو سره ده ووئيل خاص اقتصادي سيمو ٬ صنعتي او خاص اقتصادي سيمو ٬ صنعتي پاركونو او د تېل پائپ لائنونو سره به د ټول هېواد اولس ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځينې هيوادونه د خپلې ګټې په بنياد د دې فرېم ورك په ضد ولاړ دي۔ ده عزم څرګند كړو چې د پاكستان حكومت او اولس به د سفارتي ذريعو او د اولس فعاله ګډون د لارې دا عزائم ناكامه كړي۔ د سی پېک فرېم ورک په اړه د سياسي ګوندونو په يو موټے كېدو سلا كېدو تبصره كښې مشاهد حسېن سيد ووئېل هر سياسي ګوند د دې ګام ملاتړ كوي او دوئي دې خبرې ته هم سلا دي چې دا منصوبه بايد په خپل وخت پايې ته ورسي۔ سناتور مشاھد حسین سیّد ووئيل چين ټول عمري سيمه كښی امن او سلامتيا په ځائې ساتلو له مثبت كردار ترسره كړې۔ د چین مشرتابه او اولس ته د کمیونسټ پارټی آف چائنھ 95 مې د تاسيس ورځې مباركي وركولو كښې مشاهد حسېن سيد ووئيل دا د نړۍ تر ټولو پخوانې او تر ټولو لوئے سياسي ګوند دے۔ كوم چې د چين اولس ژوند بدلولو سره سره چين او بهر هېوادونو كښې امن او سوكالۍ له مهم كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل پاكستان په اقتصادي او ټېكنالوجي په لړ كشې پرمختګ كړې او دغسې د هېواد جوړولو لپاره به د چين د تجربې څخه استفاده كول وي۔