كوئټه 03 مئی (اے پي پي) د بلوچستان په خضدار سيمه كښې بمي چاودنه كښې درې كسه مړه او 8 ژوبل شوي۔د پوليس له مخې د جمعې په ورځ د خضدار په قامي لاره په سلطان ابراهيم روډ د ريموټ كنټرول چاودنې له امله يو ګاډې په نخښه كړے شو چې په نتيجه كښې يې د خضدار پرېس كلب صدر محمد صديق مينګل پشمول درې كسه مړه او 8 څخه زيات ژوبل شول ۔پوليس اطلاع ترلاسه كېدو سره د پېښې ځاې ته رسېدلې او مړي او ژوبل شوي كسان ئې ځايې روغتون ته منتقل كړي چرته چې ژوبل شوو كسانو ته طبي مرسته روانه ده۔د يادونې وړ ده محمد صديق مينګل د خپل كور څخه پوهنتون ته روان ؤ چې د هغه ګاډې په نخښه كړے شو۔