د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی خاص مرستيال خالد خان مروت د چوكۍ څخه اخوا كړے شو

پېښور 03 مئی (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د قامي اسمبلۍ غړے شير افضل مروت ورور او خپل خاص مرستيال خالد لطيف خان مروت د چوكۍ څخه اخوا كړو۔د كے پي كے حكومت لخوا جاري اعلاميه كښې ووئېل شول د كے پي كے وزيراعلٰی خپل آئيني اختيارات كارولو سره خالد لطيف خان د وزيراعلٰی خاص مرستيال چوكۍ څخه ډي نوټيفائي كړو ۔د كے پي كے د انتظاميې محكمې خاص مرستيال خالد لطيف خان اخوا كولو اعلاميه هم جاري كړې۔خالد لطيف خان د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د سائنس اينډ ټېكنالوجي او انفارمېشن خاص مرستيال ؤ ۔