آفتاب شېرپاؤ په ديامر چلاس كښې ټرافيكي پېښه كښې په ځاني زيان د غمرازي څرګنده كړه

پېښور 03 مئي (اے پي پي) د قامي وطن پارټي مرکزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په ديامير چلاس كښې په ټرافيكي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان غمرازي څرګنده كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده په پېښه كښې د مړو كسانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ د يادونې وړ ده چلاس سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې د شلو نه زيات كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوې دي