پېښور 03 مئي (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ پېښو او كاروائيو كښې د ترهګرۍ مخنيوي محكمې رپورټ جاري كړے شو۔ د سي ټي ډي رپورټ له مخې سږ كال تر اوسه د ترهګرۍ 179 پېښې رامخې ته شوې او په پوليس مقابلو كښې 91 ترهګر وژلې شوي٬ دغسې د پوليو په ډلو هم لس بريدونه شوي۔ د رپورټ له مخې سږ كال د ترهګرۍ په ضد 1002 انټيلي جنس بېسډ اپرېشنز شوي٬ په جنورۍ كښې 60٬ فرورۍ كښې 38٬ مارچ كښې 33 او اپرېل كښې 48 د ترهګرۍ پېښې رامخې ته شوې، دغسې د ډزو په تبادله كښې 91 ترهګر وژلې شوي چې پكښې په فرورۍ كښې تر ټولو زيات 31 ترهګر وژلې شوي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي په ډي آئي خان كښې 19 او په شمالي وزيرستان كښې 14 ترهګر وژلې شوي چې پكښې 16 انتهائي مطلوب ترهګر هم شامل دي۔ رپورټ له مخې سږ كال دوه ځانمرګي جېكټس او د 36 لاسي بمونو پشمول 247 كلوګرام بارود هم برامد كړې شوي