د چلاس بس پېښه كښې د مړو شميره 20 كسانو ته ورسيده، ریسکیو آپرېشن مكمل شو، د ګلګت بلتستان حکومت وياند،

ګلګت 03 مئی (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزیراعلی حاجی ګلبر خان په امر د صوبائي حکومت وياند فیض الله فراق د ديامر ډپټی کمشنر فیاض احمد او اېم اېس ریجنل هیډ کوارټر هسپتال چلاس ډاکټر اقبال سره د ریجنل هیډ کوارټر روغتون چلاس دوره وكړه او د مارکوپولو بس په پېښه کښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه ئې وكړه،د ژوبل كسانو د طبی آسانيو جاج ئې واغست۔ بس پېښې په اړه ده ووئيل د چلاس بس پېښې ریسکیو آپریشن بشپړ شو ۔وياند له مخې د مړو كسانو شميره 20 ته رسيدلې دغسې 21 كسان ژوبل شوې دي۔