ګلګت 03 مئی (اے پي پي) د ګلګت بلتستان دیامر ضلع چلاس سيمې سره نزدې د جمعې په سهار د مسافرو بس په پېښه كښې 15 كسان مړه او 25 ژوبل شوې دي۔ د ګلګت بلتستان حکومت وياند فیض الله فراق له مخې پېښه سهار 5 بجے رامخې ته شوې ۔ مارکو پولو بس لمبر 8831 یشوکھل سره نزدې ژورې كندې ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې تر اوسه 15 كسان مړه او 22 ژوبل شوې دي۔ژوبل كسان ریجنل هیډ کوارټر روغتون ته رسولې شوي۔ د ګلګت بلتستان وزیر اعلی حاجی ګلبر خان په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔ وزیر اعلی انتظامیې او ریسکیو اهلكارو ته د ژوبل كسانو په وخت د طبی مرستې كولو سپارښتنه كړې ده۔ وياند له مخې د چلاس په روغتون كښې ایمرجنسی نافذ کړې شوي۔