کوئټه 02 مئی (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولی خان کاکړ سره د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز احمد بګټی د زيارت په ورځ د كوئټه په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وکړو ۔ د ملاقات په مهال د سيمې په سیاسی او معاشی بدلونونو ، د وفاق او صوبو ترمينځه په اړيكو او په صوبه كښې د روانو پرمختيائي پروژو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولی خان کاکړ ووئيل وفاق او صوبې خپلو كښې ښې اړيكې لري، شريكو اړيكو لا قوي كولو او مستحکمولو له ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔ده د موجودہ حکومت عوام دوست اقدامات ستاېئلو سره ووئيل د حکومت په مرسته د بلوچستان په بيلو ضلعو كښې د صحت او تعلیم په څانګو كښې بيلې منصوبې د ستائنې وړ دي۔